۰
امریکايي سناتور:

که ټرمپ ناکام شو، امریکا به ناورین ته ولاړه شي

دوشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۵
یوه امریکايي سناتور ټیډ کروز وايي، که د امریکا اوسنۍ ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتلونکو ټاکنو کې ناکام شي نو امریکا کې به لوی ناورین رامنځ ته شي.
که ټرمپ ناکام شو، امریکا به ناورین ته ولاړه شي
یوه امریکايي سناتور ټیډ کروز وايي، که د امریکا اوسنۍ ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتلونکو ټاکنو کې ناکام شي نو امریکا کې به لوی ناورین رامنځ ته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټېډ کروز خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ د ناکامۍ په صورت کې به امریکا کې د وینو ویالې وبهېږي.

دغه جمهوري غوښتونکي سناتور ویلي، چې د دغه په ګډون ټول امریکایان اندېښمن دي، ځکه هر امریکايي د وضعیت په اړه شکایت کوي.

هغه زیاته کړې«موږ ټول اندېښمن یو، وضعیت په بېساري ډول کړکېچن دی، هر امریکایي یې په اړه شکایت کوي او له ټاکنو وېره لري.»

دی وايي، امریکا تر اوسه له داسې وضعیت سره نه ده مخ شوې او د دې ټولو اندېښنو لامل د ده په وینا دیموکراتان دي، چې خلک وېروي او هڅه کوي، چې ډېری خلک په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

امریکايي سناتور ټېډ کروز ویلي دی هیله من دی چې راتلوتکي ټاکنې دوی وګټي او که چېرته داسې ونه شي نو امریکا کې به د واټرګیټ پېښه بیا تکرار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي