۰
جنرال سکاټ مېلر:

طالبان د له ځنډ پرته پر هلمند بریدونه ودروي، دا د هوکړې خلاف عمل دی

دوشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۸
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژره په هلمند کې خپل بریدونه ودروي.
طالبان د له ځنډ پرته پر هلمند بریدونه ودروي، دا د هوکړې خلاف عمل دی
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژره په هلمند کې خپل بریدونه ودروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېلر دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې طالبانو پرون د هلمند په مرکز لښکرګاه، نادعلي او ناوې ولسوالیو کې ډلیز بریدونه پیل کړي او د څلورمې حوزې د باباجي سیمه یې نیولې ده.

جنرال مېلر وايي، پر هلمند د طالبانو بریدونه د امریکا او طالبانو تر منځ د کړې هوکړې خلاف دي او د افغانستان د سولې مذاکرات کمزوري کوي.

مېلر ټینګار کړی، چې طالبان دې له ځنډ پرته په هلمند کې خپل یرغلي اقدامات ودروي او په ټول افغانستان کې دې خپل تاوتریخوالی کم کړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ویلي، چې دوی په هلمند کې څو هوايي بریدونه تر سره کړي دي.

دغه ویاند زیاته کړې، چې دغه بریدونه په تېرو دوو ورځو کې شوي دي.

د هغه په وینا، د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک پربنسټ، له افغان ځواکونو چې د طالبانو له لوري په نښه شوي دفاع وشي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر غني هم ویلي، چې پر هلمند برید به طالبانو ته ډېر ګران تمام شي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې جګړې پر داسې مهال زور اخلي، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې، خو تر اوسه کوم توافق ته نه دي رسېدلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي