د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې وايي، نړیوال افغانستان یوازې نه پرېږدي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې پرون دوشنبې د تلې ۲۱ مه د زم زم په نو د یوه خیریه بنسټ پرانست غونده کې وینا کوله و ویل، چې د سولې لپاره ابتدايي خو تاریخي او مهم ګامونه اخستل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغانان له روان وضعیت څخه ستړي شوي نو ځکه د هغه سولې او خبرو ملاتړ کوي، چې وینه تویونه ودروي.
د عبدالله په وینا سره له دې چې د سولې لپاره لومړي ګامونه اخستل شوي او ولس هم ورته هلمن دی، خو له دې سره سره طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی، چې د اندېښې وړ دی.
عبدالله و ویل«لومړني ګامونه چې اخیستل شوي، ابتدايي خو ډېر تاریخي او مهم دي، د افغانستان ټول خلک په کې د چټګ پرمختګ او د تاوتریخوالي د کمېدو هیله لري. په اوسني وضعیت کې نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نه دی، بلکې زیات شوی او خلکو ته یې پوښتنې پیدا کړي.»
د ملي روغې جوړې مشر د ټرمپ دې پرېکړې ته چې سرتېري وباسي وايي، هر هېواد د خپلو ځواکونو په اړه د پرېکړو صلاحیت لري.
خو په وینا یې دی د یوه مسوول په توګه ډولو افغانانو ته ډاډ ورکوي، چې نړیوال افغانستان یوازې نه پرېږدي.
دی وايي، نړیوال ملاتړي بنسټونه ټول په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې، د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د پراختیايي پروژو د پلي کېدو او خلکو ته د هوسا ژوند برابرولو په برخه کې له افغان حکومت سره همکار دي.
د یادونې ده، چې ټرمپ څو ورځې وړاندې په یوه ټوېټ کې ویلي و، چې تر راتلونکي کرسمسر پورې به خپل ګڼ شمېر سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
خو د ټرمپ تر څرګندونو څو ورځې وروسته د امریکا د لوی درستیزانو کمېټې مشر جنرال مارک میلي د ټرمپ دغه پرېکړه احساساتي او غیر علمي بللې وه.
جنرال میلي ویلي دي، دوی به د افغانستان شرایطو ته په کتو د سرتېرو د ایستلو په اړه اقدامات تر سره کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل