۰
دوحه کې د سولې خبرې:

تمه ده دواړه لوري ژر د اختلافاتو پر حل توافق ته ورسېږي

سی شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
دوحه کې د افغان حکومت مرکچي پلاوی وایي، له طالبانو سره یې غیر رسمي لیدنې دوام لري او تمه ده ډېر ژر دواړه لوري یوه توافق ته ورسېږي.
تمه ده دواړه لوري ژر د اختلافاتو پر حل توافق ته ورسېږي
دوحه کې د افغان حکومت مرکچي پلاوی وایي، له طالبانو سره یې غیر رسمي لیدنې دوام لري او تمه ده ډېر ژر دواړه لوري یوه توافق ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد پلاوي غړی غلام فاروق مجروح زیاتوي، تمه ده، چې په راتلونکو څو ورځو کې د تماسې ډلې بیا سره کېني او پر اختلافي مسایلو توافق ته ورسېږي.

مجروح زیاتوي چې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ غیر رسمي لیدنې روانې دي او هڅه دا ده چې ستونزې حل کړل شي.

پرون هم د دواړو لورو د تماس ډلې سره ناستې وې، او د ستونزو پر حل یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ هم تایید کړې، چې پرون له ماښام وروسته د تماس ډلو ناسته کړې او دا لړۍ به دوام ولري.

دوحه کې د تماس ډلې پر داسې مهال بیا سره کېني، چې ویل کېږي پرون د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد له دواړو لورو سره لیدلی دی.

راپورنه وايي، خلیزاد هڅه کوي دواړه لوري ډېر ژر یوه توافق ته سره ورسېږي.

د یادونې ده، چې دوحه کې د سولې خبرې له تېرې یوې میاشتې راهیسې پیل شوې خو تر اوسه د اجنډا او کاري اصولو پر سر توافق ته نه دي رسېدلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي