۰
امریکا طالبانو ته!

پر هلمند بریدونه ودروی دا د دوحې د هوکړې خلاف عمل دی

سی شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۶
امریکا له طالبانو غوښتي، چې پر هلمند ولایت خپل تهاجمي بریدونه وردوي، ځکه په وینا یې دا دې دوحې د هوکړې خلاف عمل دی.
پر هلمند بریدونه ودروی دا د دوحې د هوکړې خلاف عمل دی
امریکا له طالبانو غوښتي، چې پر هلمند ولایت خپل تهاجمي بریدونه وردوي، ځکه په وینا یې دا دې دوحې د هوکړې خلاف عمل دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن په ټوېټ پيغامونو کې پر لښکرګاه ښار د طالبانو وروستیو بریدونو ته غبرګون ښودلی دی.

نوموړي لیکلي، چې طالبان دې ژر تر ژره پر لښکرګاه ښار خپل تهاجمي بیدونه ودروي او د سولې هوکړې ته دې دناوری وکړي.

ویلسن وايي، په لښکرګاه کې د طالبانو وروستي بریدونه او عملیات د دوحې د هوکړې خلاف دي او له طالبانو یې غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي.

کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر دواړه لوري باید تاوتریخوالی کم کړي، څو ټول اړخونه باوري شي چې د سولې مذاکرات په سم لوري روان دي او د جګړو د پای ته رسېدو سبب ګرځي.

د یادونې ده، چې پرون په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم پر طالبانو غږ کړی و، چې په هلمند کې خپل بریدونه ودروي.

جنرال مېلر هم دغه بریدونه له امریکا سره د طالبانو د کړې هوکړې خلاف او په قطر کې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کول بللي وو.

باید و ویل شي، چې طالبانو له دوه ورځو راهیسې د هلمند په مرکز لښکرګاه، ناوې او نادعلي ولسوالیو کې ډلیز بریدونه پیل کړي دي.

د افغان ځواکونو سره د طالبانو په دې جګړه کې د دواړو لورو سربېره ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي