۰
مولوي عطاالله لودين:

افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده باید ختمه شي

چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۱
افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده باید ختمه شي
له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوی غړی مولوي عطاالله لودین وایي، افغانستان کې روانه جګړه ناروا او باید پای ته ورسول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چې پرون چهارشنبې د تلې ۲۲ مه په انلاین بڼه په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو له غړو سره خبرې کولې دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي و ویل، چې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او باید ختمه شي.

ښاغلي لودین ټینګار وکړ، چې د سولې د مذاکراتو په هر پړاو کې به دوی د جګړې د قربانیانو دفاع کوي او هېواد کې به عادلانه سولې ته لار هواروي.

لودين دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له څو ورځو ځنډ وروسته پرون بیا به قطر کې د دواړو لورو د تماس ډلو تر منځ ناسته شوې ده.

دواړه لوري د دغه ناستې د جزیاتو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي، چې د غوندو پر دوام توافق شوی او هڅه کوي، ډېر ژر د اختلافي مسایلو په حل یوه توافق ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي