۰
د هلمند جګړه:

پنځه زره کورنۍ بې ځایه شوې، برېښنا پرې او تلېفوني شبکې بندې دي

چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۷
په هلمند ولایت کې د روانې جګړې له امله زرګونه کورنیو خپل کورنه پرېښې، مخابراتي شبکې کار نه کوي او برېښنا هم پرې شوې ده.
پنځه زره کورنۍ بې ځایه شوې، برېښنا پرې او تلېفوني شبکې بندې دي
په هلمند ولایت کې د روانې جګړې له امله زرګونه کورنیو خپل کورنه پرېښې، مخابراتي شبکې کار نه کوي او برېښنا هم پرې شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له خپلو مېنو کډه شوي کسان ډېری د مرکز لښکرګاه ښار د درېیمې او څلورمې حوزو د اړوند سیمو او دغه راز د نادعلي ولسوالۍ د بېلا بېلو سیمو اوسېدونکي دي.

دوی هله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول، چې څلور ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په یادو سیمو کې پراخ بریدونه پیل کړل او د افغان ځواکونو سره په جګړه کېوتل.

په یادو سمیو کې جګړه اوس هم روانه ده او تر څنګ یې د خلکو هم ګډې په شاه او د جګړې له سیمو د وتلو په هڅه کې دي.

د هلمند د کډوالو چارو ریاست وايي، په تېرو دریو ورځو کې ۵ زره کورنۍ له خپلو کورونو کډوال شوي او په نورو سیمو کې مېشت شوي دي.

د هلمند د کډوالو چارو رئیس سید محمد رامین بې ځایه شوې کورنۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، خو تر اوسه له اړمنو کورنیو سره هېڅ مرسته نه ده شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی له مرسته کونکو بنسټونو سره د ستونزې د ژر حل لپاره هڅي پيل کړې او تمه کېږي چې اړمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسول شي.

د جګړې له امله د کډوالۍ تر څنګ د مخابراتي شبکو او برېښنا پرېکېدل بله هغه لویه ستونزه ده، چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دی.

ځايي اوسیدونکي وايي تېره شپه د وسله والو طالبانو تر خبرداري وروسته په هلمند کې ټولو مخابراتي او انټرنیټي شبکو خپل فعالیت درولی.

دغه راز د کجکي د برېښنا جریان لاهم پر لښکرګاه ښار باندي قطع دی او د برېښنا شرکت مسئولین وايې، د جګړو له کبله يې فني کار کوونکي د پرې شویو لینونو د ترمیم لپاره نشي ورتلی.

له دې سره سم د هلمند او کندهار ولایتونو په سرحدي نقطه لښکرګاه دوراهي کې د کندهار او لښکرګاه ښارونو د برېښنا عمومي سبسټېشن هم له فعالیت څخه لویدلی.

د برېښنا شرکت په وینا د یاد سټېشن ۲ فني او ۱۵ امنیتي ساتونکې وسله والو طالبانو له ځان سره یرغمل کړي او ځايي خلکو د یاد سټېشن ځيني تخنیکي وسایل غلا کړي دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي