۰
له ټرمپ نه د شپږ پخوانیو امریکايي سفیرانو غوښتنه:

له غیر مسوولانه څرګندونو ډډه وکړه، پاکستان اوس هم د طالبانو ملاتړ دی

چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۸
شپږو هغه امریکايي دیپلوماتو چې په افغانستان کې یې ماموریت تر سره کړی، له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ترمپ څرګندونې غیر مسوولانه او کمپاینې بللې دي.
له غیر مسوولانه څرګندونو ډډه وکړه، پاکستان اوس هم د طالبانو ملاتړ دی
شپږو هغه امریکايي دیپلوماتو چې په افغانستان کې یې ماموریت تر سره کړی، له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ترمپ څرګندونې غیر مسوولانه او کمپاینې بللې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفیرانو په یوه لیک کې ویلي، د ټاکنو د ګټلو لپاره په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو په اړه د ټرمپ غیر عملي څرګندونې به د امریکا ملي امنیت ته خطرونه جوړ کړي.

دوی په دغه لیک کې د ټرمپ له حکومت غوښتي چې له غیر مسوولانه څرګندونو ډډه وکړي ځکه په وینا یې له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل به نه یوازې افغانستان بلکې امریکا ته هم ستر خطرونه جوړ کړي.

د یادو سفیرانو له ډلې هوګو لارېنس ویلي، ټرمپ د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا له امنیتي او دفاعي ادارو او د واشنګټن له متحدینو سره هېڅ راز مشوره نه کوي، بلکې له هرې څرګندونې کمپایني موخلې، چې دا د امریکا ملي امنیت ته لوی خطر دی.

دغه پخواني امریکایي سفیر ټينګار کړی، چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې غیر مسوولانه دي او له دغه ډول څرګندونو باید ډډه وکړي.

لارېنس وايي، په افغانستان کې لا هم خونړۍ جګړې روانې دي، افغان حکومت د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري نو واشنګټن ته په کار ده چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په ورته وخت کې نوموړي دا هم زیاته کړې، چې پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړی دی او د یادې ډلې ټول مشران په پاکستان کې دي خو پر وړاندې یې د امریکا فشارونه هم ګټور دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي