۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

افغان ځواکونه دا مهال د بهرنیو له مرستې پرته ۹۶ سلنه عملیات مخ ته وړي

چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۳
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د بهرنیو له مرستې پرته ۹۶ سلنه پوځي فعالیتونه خپله تر سره کوي.
افغان ځواکونه دا مهال د بهرنیو له مرستې پرته ۹۶ سلنه عملیات مخ ته وړي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د بهرنیو له مرستې پرته ۹۶ سلنه پوځي فعالیتونه خپله تر سره کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب چې پرون چهارشنبې د تلې ۲۲ مه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا کنفرانس کې خبرې کولې افغان ځواکونه وستایل او ویې ویل، چې دغه ځواکونو د دشمن بریدونه دفع کړي دي.

نوموړيد امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته په خطاب کې وویل«تاسو د یوې ادارې نه، بلکې د افغانستان مالکان یاست او د هیواد په مختلفو برخو کې یې پر وخت د دښمن د بریدونو د دفع کولو له امله د هغوی ظرفیت وستایه.»

ښاغلي محب زیاته کړه، چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهال د بهرنیو له مرستې پرته ۹۶ سلنه پوځي فعالیتونه ترسره کوي او راتلونکي کال ته به دغه کچه ۱۰۰ سلنې ته ورسېږي.
 
د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، د دغه کنفرانس موخه له خپلو قوتونو او ظرفیتونو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه ده.
 
حمدالله محب د خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ زیاتولو ته په اشارې وویل«موږ خپلې ستونزې ارزولي او د خلکو د ساتنې لپاره د لا اغېزناکو ګامونو په پورته کولو کار کوو.»
 
په ورته وخت په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال جنرال ډېډرېک په هلمند کې پر وخت د دښمن د بریدونو دفع کولو ته په اشارې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په ځانګړي ډول د هوایي ځواک ظرفیت او وړتیا وستایله.
 
جنرال ډېډرېک ویلي، غوڅ ملاتړ ماموریت د افغانستان د امنیتي اودفاعي ځواکونو تجهیز، روزنې او مشورې ورکولو ته ژمن دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي