۱
چارواکي:

پکتیکا کې د طالبانو د کوټې شورا یو مهم غړی وژل شوی دی

پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۲۶
د پکتیکا امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د کوتې شورا د یوه مهم غړي ملا عبدالکریم د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
پکتیکا کې د طالبانو د کوټې شورا یو مهم غړی وژل شوی دی
د پکتیکا امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د کوتې شورا د یوه مهم غړي ملا عبدالکریم د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پکتیکا امنیه قومانداني وايي، د طالبانو د کوټې شورا دغه مهم غړی ملا عبدالکریم نومېږي.

د امنیه قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا عبدالکریم پرون چهارشنبې د تلې ۲۳ مه د یاد ولایت د جانیخېلو ولسوالۍ په جمجمې سیمه کې وژل شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، ملا عبدالکریم غوښتل له دې سیمې څخه تېر شي، چې د پولیسو له کمین سره مخ شوی او وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په برید کې د نوموړي دوه ملګري سخت ټپیان شوي دي، خو دا چې څوک دي هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

د پکتیکا امنیه قومانداني وايي، د ملا عبدالکریم جسد د جګړې په ډګر پاتې شوی دی، یو میل کلاشنکوف، یوه کشفي مخابره او یو موټر سایکل هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

په ورته وخت خبرپاڼه کې ویل شوي طالبانو تېره شپه د سروبي ولسوالۍ اړوند منګاروتوی پر پوسته ډلیز برید کړی، چې د پولیسو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه جګړه کې دوه طالبان وژل شوی او یو بل ټپي شوی او پولیسو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي