۰
اسدالله خالد:

افغان ځواکونو د طالبانو له خوا د لښکرګاه ښار د نیولو پلان ناکام کړ

پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۳۷
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد چې هلمند ته د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه تللی وایي، افغان ځواکونو د طالبانو له خوا د لښکرګاه د نیولو پلان له ماتې سره مخ کړ.
افغان ځواکونو د طالبانو له خوا د لښکرګاه ښار د نیولو پلان ناکام کړ
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد چې هلمند ته د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه تللی وایي، افغان ځواکونو د طالبانو له خوا د لښکرګاه د نیولو پلان له ماتې سره مخ کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی خالد پرون چهارشنبې د تلې ۲۳ مه هلمند ولایت ته ولاړ او امنیتي وضعیت یې له نېږدې وڅاره.

نوموړي د هلمند له سیمه ییزه چارواکو سره خبرو کې ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به تازه دمه ځواکونه هلمند ته ورسېږي او د هغه سیمو د نیولو عملیات په پیل کړي، چې طالبانو په تېرو څو ورځو جګړو کې نیولې دي.

خالد په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې طالبانو غوښتل لښکرګاه ښار ونیسي، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېره مېړانې او د هلمند د خلکو په همکارۍ د طالبانو دغه پلان شنډ کړ.

د ملي دفاع سرپرست دا هم و ویل، چې د هلمند په جګړه کې د طالبانو تر څنګ ګڼ شمېر بهرني جنګیالي هم شته دي او طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي خالد ټینګار وکړ، چې افغان ځواکونه به ډېر ژر د لښکرګاه ښار له شاوخوا سیمو څخه وسله وال طالبان پاک کړي.

د یادونې ده، چې په هلمند کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ سختې نښتې روانې دي.

راپورنه وايي، د جګړې له امله ۵ زره کورنۍ بې ځایه شوې، برېښنا پرې شوې او دغه راز تلېفوني شبکو هم کار پرېښي دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي