له څه ځنډ وروسته د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاویو یو ځل بیا په دوحه کې دوهمه ناسته کړې او پر ځینو مسایلو یې خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو لورو ویاندویانو تایید کړې، چې دوهمه ناسته تېره شپه (د تلې ۲۳مه) تر سره شوې ده.
د افغان مرکچي پلاوی غړی او ویاند نادر نادري وايي، په دغه ناسته کې د دواړو پلاویو مشران او غړي شامل وو.
دی زیاتوي، چې په دې ناسته کې د اختلافي مسایلو پر سر خبرې او ټينګار وشو، چې د تماس ډلې باید ژر تر ژره د اختلافي موضوعاتو لپاره حل لارې په ګوته کړي.
په ورته وخت قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم وردګ هم په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د دواړو لورو تر منځ ناسته پرون له ماښام وروسته شوې او په کې د اختلافي ټکو حل خبرې او ټینګار وشو.
دی وايي دواړو ټیمونو د تماس ډلو ته دنده ورګړه، چې د اختلافي مسایلو د حل لپاره خپلو ناستو او خبرو ته دوام ورکړي او هر څومره ژر چې کېدای شي تګلاره وټاکلي تر څو په اجنډا خبرې وشي.
ډاکتر نعیم زیاتوي، چې د دا دواړو ټیمونو تر منځ دوهمه ناسته وه، چې دوه ساعته یې دوام درلود او ټول غړي په کې شته وو.
د یادونې ده، چې قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې څه باندې یوه میاشت کېږي، چې پیل شوې، خو تر اوسه پورې دواړه لوري کوم توافق ته نه دي رسېدلي.
جمهورخبري آژانس:کابل