د افغان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د طالبانو له خوا پر خلکو باندې د امارتي نظام تحمیلول ناسمه محاسبه ده او هېچا ته د منلو وړ نه ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله چې پرون جمعه د تلې ۲۵ مه یې د کندهار د پخواني امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د دویم تلین په مراسمو کوله و ویل، «که محاسبه داوي چې بهرنیان له افغانستانه وځي او بیا به د طالبانو امارت پر خلکو وتپل شي، دا په هیڅ حال کې د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي.»
نوموړي زیاته کړه، که چیرې طالبان دا محاسبه لري چې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره به د سولې خبرو کې برلاسي شي، هېڅ امکان نه لري او جګړه ورسره نوره هم زیاتېږي او دا کار افغانستان له سولې بې برخې کوي.
عبدالله وايي، سولې ته رسېدل باید د خلکو په ویاړونو او هویت باندې لوبه کول ونه اوسي او په قطر کې ناست طالب او افغان پلاوي باید له زغم څخه کار واخلي.
په دغو مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وینا وکړه ویې ویل، چې طالبانو له تېرو څو میاشتو راهیسې پر هلمند د برید لپاره تیاری نیولی و، خو له ماتې سره مخامخ شول.
د یادونې ده، چې جنرال عبدالرازق دوه کاله مخکې په کندهار ولایت کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو، چې د وژنې مسؤلیت یې طالبانو په غاړه اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل