۰

د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره نوي امنیه قوماندانان وټاکل شول

یکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۷
افغان حکومت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، هېواد کې د امنیت د ښه تامین په موخه د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره نوي امنیه قوماندان وټاکل.
د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره نوي امنیه قوماندانان وټاکل شول
افغان حکومت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، هېواد کې د امنیت د ښه تامین په موخه د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره نوي امنیه قوماندان وټاکل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نویو امنیه قوماندان د ټاکلو او پېژندنې مراسم پرون شنبې د تلې ۲۶ مه ماښام مهال په سلام خانې ماڼې کې تر سره شول.

په مراسمو کې ولسمشر غني، د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د امنیتي ارګانونو چارواکو ګډون درلود.

د ملي امنیت شورا سلاکار په دغه مراسمو کې و ویل، د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره نوي امنیه قوماندان د ارزونې له یوې رڼې پروسې او رتبې د تثبیت څخه وروسته ټاکل شوي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دغه نویو امنیه قوماندانو ته خطاب کې و ویل، چې دوی باید په ولسوالیو کې محدو پاتې نه شي، بلکې په کلیو کې هم پانګونه وکړي.

ولسمشر غني دغه امنیه قوماندانو ته خطاب کې و ویل، چې ولسوالیو ته ستاسو په تګ سره به هلته د مدیریت، ژمنتیا او تحرک یوه داسې انګېزه رامنځ ته شي، چې د افغانستان په تاریخي کې به یې ساری نه وی.

ښاغلی غني زیاته کړه«تاسو ځکه ټاکل شوي یۍ، چې په ځان او زړه په خپل هېواد باور لرۍ او قربانۍ مو ورکړې، ملت ژمتیا او قرباني غواړي او تاسو د دې هېواد ژمن او سرتېري زامن یاستۍ.»

ولسمشر وایي، د دغه قوماندانانو هویت باید یوازې او یوازې ملي هویت وي او غږ یې د خلکو لپاره خلاصه شوي او ولسوالیو ته په ورتګ سره باید هلته مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.

ښاغلي غني امنیتي ارګانونو ته لارښونه وکړه، چې دغه قوماندانو ته زیاته پاملرنه وکړي او په دوامداره توګه اړیکه ورسره ولري.

دغه راز ولسمشر زیاته کړه، چې د دې ۱۰۰ تنو امنیه قوماندانو په لېږلو سره به د افغانستان ملي ثروت په کار ولوېږي او د هېواد بیا رغونې ته به په هر اړخیزه توګه زمینه برابره شي.

ولسمشر دغه امنیه قوماندانو ته د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ خو ټینګار یې پرې وکړ، چې دوی باید ثابته کړي، چې د هېوادلو پر وړاندې ورېښم او د دښمن پر وړاندې فولادي سوک دي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د ولسمشر غني د فرمان له مخې د ولسوالیو د امنیه قوماندانیو د قوماندانانو د ټاکلو صلاحیت له کورنیو چارو وزارت واخستل شو او ملي امنیت شورا ته وسپارل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي