۰
افغان حکومت:

د پاکستان راکیټي بریدونه به اړیکو ته زیان ورسوي

سی شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۴
د افغانستان بهرینو چارو وزارت پر کونړ ولایت د پاکستاني ځواکونو خوا راکیټي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
د پاکستان راکیټي بریدونه به اړیکو ته زیان ورسوي
د افغانستان بهرینو چارو وزارت پر کونړ ولایت د پاکستاني ځواکونو خوا راکیټي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت وايي، پر افغان خاوره د دغه ډول بریدونو دوام به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې زیانمنې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي د پاکستان دا اقدام له افغانستان سره د دې هېواد د هغو ژمنو خلاف دی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پاللو په برخه کې یې کړې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د میزان/تلې په ۲۷مه شپه پاکستاني پوځیانو د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې پر استوګنځایونو ۲۵ راکټونه ویشتلي دي چې یو ملکي وګړی په ‌کې وژل شوی او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې پاکستاني پوځیانو له تېرو څو کلونو راهیسې په کونړ ولایت کې پر بېلابېلو سرحدي ولسوالیو ورته بریدونه کړي دي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي