۰

هلمند ته د لوړ پوړو پوځي چارواکو سفر، ډېر ژر به طالبان وځپو

سی شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۴
هلمند کې د وسله والو طالبانو د بریدونو وروسته د پوځ مشر جنرال یاسین ضیا او د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع دغه ولایت ته تللي دي.
هلمند ته د لوړ پوړو پوځي چارواکو سفر، ډېر ژر به طالبان وځپو
هلمند کې د وسله والو طالبانو د بریدونو وروسته د پوځ مشر جنرال یاسین ضیا او د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع دغه ولایت ته تللي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هلمند ته د دغه لوړ پوړو امنیتي چارواکو د سفر موخه د یاد ولایت امنیتي وضعیت جاجول او پر طالبانو د بریدونو لپاره تابیا کول دي.

دواړو چارواکو پرون د هلمند له ځايي چارواکو سره ګډه غونده کې د هلمند ولایت په امنیتي وضعیت او په تېره بیا د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه خبرې کړې دي.

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو چارواکو هلمند کې د مېشتو ځواکونو اړتیاوې او حالت له نېږدې ورازاوه او د هغوی ستونزو ته د رسېدو لپاره یې د جدي اقداماتو ژمنه وکړه.

دوی په خپلو خبرو کې ویلي، چې طالبان د افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او په دغه جګړه کې ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دواړو امنیتي چارواکو افغان ځواکونو ته امر کړی، چې پر وسله والو طالبانو خپل عملیات او بریدونه ګړندي کړي او د خپلو خلکو څخه په مېړانه دفاع وکړي.

د یادونې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار او ځینو نورو ولسوالیو کې بریدونه پیل کړل، چې د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه یې ونیوه.

د چارواکو په وینا دوی د طالبانو بریدونه مات کړي او له ځينو سیمو یې تکتیکي شاه تګ کړی، چې د بیا نیولو لپاره به یې قوي عملیات پیل کړي.

افغان چارواکي وايي، د لښکرګاه په جګړه کې تر ۳۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز یو شمېر افغان سرتېرو او ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لښکرګاه د جګړې له امله پنځه زره کورنۍ بې ځایه شوې، برېښنا پرې او تلېفوني شبکو هم فعالیت پرېښي، چې ورسره خلک د ګڼو ستونزو سره مخ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي