ټاکل شوې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او دغه سرا د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې وزیر کابل ته راشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت وایي، اوکتامویچ امور زاکوف او ورسره پلاوی به نن سه شنبې د تلې ۲۹ مه کابل ته راشي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي، چې کابل ته د تاجک پلاوی د سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزه اړیکو پر لا غښتلتیا او دغه راز په سوداګریزه او ترانزیټي چارو به خبرې وکړي.
د وزارت معلومات ښيي، چې تاجک پلاوی به د افغان ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اتمر، د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییس محمد شاکر کارګر، د کار، صنایع، ټول ګټو او ترانسپورت وزیرانو سره وګوري.
دغه راز ټاکل شوې یاد پلاوی د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له عمومي رییس یما شمس او د برېښنا شرکت له مشر سره هم وګوري.
سرچینه زیاتوي، چې د دغه لیدنو په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي، فرهنګي، سوداګریزه، ترانزیټي چارو او دغه راز د سیمه ییز اتصال او ګډو بنسټیزه پروژو په اړه خبرې وشي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه تاجک پلاوی به د افغانستان د ټولنیزو چارو، کرنې او مالدارۍ وزراتونو او دغه راز برېښنا شرکت سره ځینې تړونونه هم لاسلیک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل