کابل کې د ماشومانو د زړه د جراحۍ لومړنی مرکز پرانستل شو

30 میزان 1399 ساعت 7:20

پلازمېنه کابل کې د ماشومانو لپاره د زړه د جراحۍ لومړنی مرکز د اندراګاندي روغتون په چوکاټ کې پرانستل شو.


 پلازمېنه کابل کې د ماشومانو لپاره د زړه د جراحۍ لومړنی مرکز د اندراګاندي روغتون په چوکاټ کې پرانستل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرکز پرون سه شنبې د تلې ۲۹ مه د عامې روغتیا وزیر جواد عثماني له خوا پرانستل شوی دی.

د مرکز د پرانستې په مراسمو کې ښاغلي عثماني دا یو ښه ګام وباله او زیاته یې کړه، چې دغه مرکز به د ماشومانو د زړه عملیاتو په برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي و ویل، چې په دې مرکز کې به د زړه لومړنی عملیات راتلونکې اونۍ په وړیا توګه تر سره شي.

دی وايي، هڅه کوي، چې په دې مرکز کې د خدمتونو پروسه پراخه او زړه د نور پېچلو عملیاتو لپاره هم زمینه برابره کړي.

دا مرکز پر داسې مهال پرانستل کېږي، چې د عامې روغتیا د وزیر په وینا دا مهال په ټول هېواد کې ۱۲۰ زره ماشومان د زړه سوري په ناروغۍ اخته دي.

د عامې روغتیا وزیر زیاتوي، چې له دې  جملې هره میاشت شاوخوا ۱۰۰ ماشومان د زړه عملیاتو د ترسره کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته استول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132675

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/132675/

جمهور
  http://jomhornews.com