پلازمېنه کابل کې د ماشومانو لپاره د زړه د جراحۍ لومړنی مرکز د اندراګاندي روغتون په چوکاټ کې پرانستل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرکز پرون سه شنبې د تلې ۲۹ مه د عامې روغتیا وزیر جواد عثماني له خوا پرانستل شوی دی.
د مرکز د پرانستې په مراسمو کې ښاغلي عثماني دا یو ښه ګام وباله او زیاته یې کړه، چې دغه مرکز به د ماشومانو د زړه عملیاتو په برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي و ویل، چې په دې مرکز کې به د زړه لومړنی عملیات راتلونکې اونۍ په وړیا توګه تر سره شي.
دی وايي، هڅه کوي، چې په دې مرکز کې د خدمتونو پروسه پراخه او زړه د نور پېچلو عملیاتو لپاره هم زمینه برابره کړي.
دا مرکز پر داسې مهال پرانستل کېږي، چې د عامې روغتیا د وزیر په وینا دا مهال په ټول هېواد کې ۱۲۰ زره ماشومان د زړه سوري په ناروغۍ اخته دي.
د عامې روغتیا وزیر زیاتوي، چې له دې جملې هره میاشت شاوخوا ۱۰۰ ماشومان د زړه عملیاتو د ترسره کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته استول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل