۰

اروزګان کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۹
ملي دفاع وزارت اروزګان ولایت کې د افغان پوځ د عملیاتو پر مهال د ۲۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
اروزګان کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت اروزګان ولایت کې د افغان پوځ د عملیاتو پر مهال د ۲۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د عقرب اوله په خبره کړې خبرپانه کې ویلي طالبانو تېره شپه د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي پوستو د برید تابیا کوله، چې افغان پوځ پرې وار ړومبۍ کړ او برید یې پرې وکړ.

په اعلامیه کې ویل شوي په دغه عملیاتو کې ۱۷ وسله والو طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه د سولې د خبرو په خاطر په دفاعي حالت کې دي او یوازې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره پر طالبانو بریدونه کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي