۰

د (USAID) مشر د طالبانو له پلاوی سره کتلي، دواړو پر اقتصادی مسایلو خبرې کړې

پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۵
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وايي، د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یا (USAID) مشر په دوحه کې له طالب پلاوي سره کتلي دي.
د  (USAID) مشر د طالبانو له پلاوی سره کتلي، دواړو پر اقتصادی مسایلو خبرې کړې
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وايي، د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یا (USAID) مشر په دوحه کې له طالب پلاوي سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آدم بولر د  (USAID) مشر پرون چهارشنبې د تلې ۳۰ مه په دوحه کې طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال شیر عباس ستانکزي کتلي.

ډاکتر نعیم په تازه ټوېټونو کې ویلي، چې دواړو لورو په افغانستان کې پر پانګونې او اقتصادي پراختیا خبرې کړې دي.

دی وایي، دواړو لورو په افغانستان کې دې د سولې پر راتګ ټینګار کړی، ویلي یې دي، افغانستان هغه مهال د پانګونو او اقتصادي فعالیتونو لپاره مناسب دی چې له دایمي ثبات برخمن وي.

په ورته وخت د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې مشر ویلي، افغانستان د پانګونو د جذب لپاره غوره فرصتونه لري نو طالبانو ته په کار ده چې جګړه او تاوتریخوالی کم کړي.

ویل کېږي، طالبانو هم په دې لیدنه کې ژمنه کړې چې دوی په افغانستان کې د پانګونې او سترو پروژو د عملي کولو لپاره فرصت برابروي.

طالبان او امریکا داسې مهال پر اقتصادي مسایلو خبرې کوي له تېرې کابو یوې میاشتې راهیسې چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې، ورسره سم جګړو زور اخیستی دی.

په تازه جګړو او بریدونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو د درنې مرګ ژوبلې تر څنګ سلګونو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر نور خپلې مېنې پرېښې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي