کابل پولیسو ۲۲ کیلوګرامه سره زر او ۲۵۰ زره یورو کشف او نیولې

3 عقرب 1399 ساعت 10:37

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د امنیتي میثاق په چوکاټ کې کابل پولیسو ۲۲ کیلوګرامه سره زر او ۲۵۰ زره یورو کشف او نیولې دي.


د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د امنیتي میثاق په چوکاټ کې کابل پولیسو ۲۲ کیلوګرامه سره زر او ۲۵۰ زره یورو کشف او نیولې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه اندازه سره زر او پیسې تېره شپه د کابل ښار د اولې امنیتي حوزې اړوند د حضوري چمن سیمه کې د شمال بس ترمینل د چک او کنټرول پر مهال نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه سره زر او پیسې د مزار شریف ښار څخه کابل ته راوړل شوي و او هڅه کې ده له دغه ځای څخه بهر ته ولېږدول شي، چې پولیسو کشف او نیولي دي.

د ولسشمر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د کابل ښار امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او پولیس به په پرېکنده توګه جرمنو، بې نظمیو او قانون څخه د تېښتې سره مبارزه ته دوام ورکړي.

کابل پولیس وایي، د دغه سرو زرو او پیسو د لېږد تورن نیول شوي او قضیه یې تر څېړنې لاندې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132765

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132765/

جمهور
  https://www.jomhornews.com