۰

کابل پولیسو ۲۲ کیلوګرامه سره زر او ۲۵۰ زره یورو کشف او نیولې

شنبی ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۷
د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د امنیتي میثاق په چوکاټ کې کابل پولیسو ۲۲ کیلوګرامه سره زر او ۲۵۰ زره یورو کشف او نیولې دي.
کابل پولیسو ۲۲ کیلوګرامه سره زر او ۲۵۰ زره یورو کشف او نیولې
د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د امنیتي میثاق په چوکاټ کې کابل پولیسو ۲۲ کیلوګرامه سره زر او ۲۵۰ زره یورو کشف او نیولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه اندازه سره زر او پیسې تېره شپه د کابل ښار د اولې امنیتي حوزې اړوند د حضوري چمن سیمه کې د شمال بس ترمینل د چک او کنټرول پر مهال نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه سره زر او پیسې د مزار شریف ښار څخه کابل ته راوړل شوي و او هڅه کې ده له دغه ځای څخه بهر ته ولېږدول شي، چې پولیسو کشف او نیولي دي.

د ولسشمر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د کابل ښار امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او پولیس به په پرېکنده توګه جرمنو، بې نظمیو او قانون څخه د تېښتې سره مبارزه ته دوام ورکړي.

کابل پولیس وایي، د دغه سرو زرو او پیسو د لېږد تورن نیول شوي او قضیه یې تر څېړنې لاندې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي