د کابل په ځانمرګي برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او مسوولیت یې داعش اخیستی

4 عقرب 1399 ساعت 8:09

پلازمېنه کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز په شوي ځانمرګي برید کې د مرګ ژوبلې شمېره ۷۵ تنو ته ورسېده.


پلازمېنه کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز په شوي ځانمرګي برید کې د مرګ ژوبلې شمېره ۷۵ تنو ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل لوېدیځ د ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي کې د کوثر په نوم تعلمي مرکز ته څېرمه پرون شنبې د لړم ۳ مه یو ځانمرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، ځانمرګي غوښتل د کوثر په نوم تعلمي مرکز د ننه برید وکړي، خو د ساتونکو له خوا د پېژندلو سره سم یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د وروستیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان شوي، چې ټول یې تنکي ځوانان دي.

د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

دغه برید په کور د ننه او نړیواله کچه سخت غندل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132786

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132786/

جمهور
  https://www.jomhornews.com