۰

د کابل په ځانمرګي برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او مسوولیت یې داعش اخیستی

یکشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۹
پلازمېنه کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز په شوي ځانمرګي برید کې د مرګ ژوبلې شمېره ۷۵ تنو ته ورسېده.
د کابل په ځانمرګي برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او مسوولیت یې داعش اخیستی
پلازمېنه کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز په شوي ځانمرګي برید کې د مرګ ژوبلې شمېره ۷۵ تنو ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل لوېدیځ د ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي کې د کوثر په نوم تعلمي مرکز ته څېرمه پرون شنبې د لړم ۳ مه یو ځانمرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، ځانمرګي غوښتل د کوثر په نوم تعلمي مرکز د ننه برید وکړي، خو د ساتونکو له خوا د پېژندلو سره سم یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د وروستیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان شوي، چې ټول یې تنکي ځوانان دي.

د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

دغه برید په کور د ننه او نړیواله کچه سخت غندل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي