خلیلزاد:

امریکا به پر دواړو لورو فشار راوړي، چې تاوتریخوالی کم کړی

4 عقرب 1399 ساعت 8:30

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او دا یې په کلکه غندلی دی.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او دا یې په کلکه غندلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه ټوېټونو کې ویلي، په دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو او ځای پر ځای شوو ماینونو له امله ملکي تلفات ډېر شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی دغه بریدونه په کلکه غندي، د بشري حقونو نړیوالو ادارو هم غندلی او له دواړو لورو غواړي، چې تاوتریخوالی کم کړي.

د افغان سولې لپاره د امرکیا ځانګړي استازي ویلي امریکا پر دواړو لورو فشار راولي چې تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرې چټکې کړي.

خلیلزاد دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د کابل لوېدیځ لور ته د ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې د کوثر په نوم ښونیز مرکز ته څېرمه ځانمرګی برید وشو.

په دغه برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي، چې ټول تنکي ځوانان دي.

د برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی دی.

په افغانستان کې جګړې او بریدونه پر داسې مهال زور اخلي، چې هلته د قطر پلازمېنه دوحه کې له کابو یوې نیمې میاشتې راهیسې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132791

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132791/

جمهور
  https://www.jomhornews.com