۰

کابل کې شوي برید ته غبرګونونه، ارګ وايي دا کار طالبانو کړی

یکشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۵
پلازمېنه کابل کې د کوثر په نوم ښوونیز مرکز او وروستی نور بریدونه په کور د ننه او نړیواله کچه کلک غندل شوي او ارګ د دغه بریدونو مسوولین طالبان بللي دي.
کابل کې شوي برید ته غبرګونونه، ارګ وايي دا کار طالبانو کړی
پلازمېنه کابل کې د کوثر په نوم ښوونیز مرکز او وروستی نور بریدونه په کور د ننه او نړیواله کچه کلک غندل شوي او ارګ د دغه بریدونو مسوولین طالبان بللي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله، د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغان سولې لپاره د امریکا استازي خلیلزاد، افغانستان کې د ناټو ملکي استازي او یو شمېر نورو هېوادونو او بنسټونو دغه او وروستي بریدونه په کلکه غندلي دي.

ارګ پر کمال خان بند وسله وال برید، د غزني په روضې سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودنې او پر کوثر ښوونیز مرکز برید ته په غبرګون کې د دغه برید مسوولین وسله وال طالبان بللي دي.

خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي، چې طالبانو د افغانستان د خلکو د غوښتنې پر خلاف جګړې ته ادامه ورکوي.

دی وايي، طالبانو په دې وروستیو کې د ملکي وګړو وژنه ډېره کړې ده، پر عامه تاسیساتو یې بریدونه ډېر کړي، لویې لارې او سړکونه یې ویجاړ کړي دي او دا نه بښل کېدونکی جنایت دی.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې طالبانو د زندانیانو له خوشي کېدو سره سره پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د مذاکراتو پر ځای یې تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده.

افغان ولسمشر پر  نړیواله ټولنه غږ کړی، چې باید د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته متوجه وي او هر څه له نږدې وڅاري.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر کوثر ښوونیز مرکز برید او وروستي نور بریدونه په کلکه غندلي او له ښکېلو لورو یې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کزري په یوه اعلامیه کې له دواړو لورو غوښتي، چې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته مخه کړي او نور هېواد او ولس له دغه غم څخه خلاص کړي.

ناټو هم په افغانستان کې وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې تاوتریخوالي کم کړي او د سولې خبرو ته مخه کړي.

د یادونې ده، چې  پلازمېنه کابل کې د کوثر په ښوونیز مرکز پرون شنبې د لړم ۳ مه ځانمرګی برید وشو، چې ۱۸ تنه په کې وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان شوي دي.

پر همدې ورځ سهار مهال د غزني ښار اړوند د روضې په سیمه کې د ولسي وګړو پر ټونس موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه، چې څلور ښځې، څلور نارینه او یو ملي پولیس په کې و وژل شول او ۳ تنه نور ټپیان شول.

په همدې سهار وختي نیمروز ولایت کې د کمال خان بند پر ساتونکو وسله وال برید وشو، چې په کې شپږ ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د کابل د برید مسوولیت داعش واخیست او طالبانو په کې لاس لرل رد کړ، خو د غزني د برید مسوولیت طالبانو واخیست او ویلي یې و، برید یې د پولیسو په هاموي ټانګ کړی او پنځه سرتېري یې په کې وژلي دي.

خو د کمال خان پر بند د برید مسوولیت نه طالبانو اخیستی او نه هم داعش.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي