۰

یونیسف کابل کې د تېرې ورځې برید ستر بشري جنایت بللی دی

یکشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۹
یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق په کابل کې د تېرې ورځې خونړۍ ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې ستر بشري جنایت بللی دی.
یونیسف کابل کې د تېرې ورځې برید ستر بشري جنایت بللی دی
یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق په کابل کې د تېرې ورځې خونړۍ ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې ستر بشري جنایت بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یونیسف مشرې په یوه خبرپاڼه کې دغه برید ته په غبرګون کې ویلي، له دې خونړي برید څخه سخته اغېزمنه شوې او دا برید په کلکو ټکو غندي.

نوموړې زیاته کړې، چې پر ماشومانو او زده کوونکو برید ستر بشري جنایت او نه بښوونکی عمل دی، چې عاملین یې باید محاکمه کړل شي.

یونیسف په افغانستان کې پر ښکېلو لورو غږ کړي، چې د جګړې او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او له ورته ظالمانه کړنو لاس واخلي.

د یادونې ده، چې د کابل ښار د ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر کوثر ښوونیز مرکز پرون شنبې د لړم ۳ مه هغه مهال برید وشو، چې زده کونکي رخصت شول.

په دغه برید کې تر ۳۰ پورې زده کوونکي وژل شوي او تر ۷۰ زیات نور ټپیان شوي وو.

دغه برید په کور د ننه او بهر کې په سختو ټکو وغندل شوه.

ولسمشر غني، سروردانش، ډاکتر عبدالله، ملګرو ملتونو ناټو، قطر، ایران او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او مسوولیت یې داعش پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي