۰

دیني عالمان: اوسنۍ جګړه د څوکۍ لپاره ده، شرعي جواز نه لري

یکشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۹
سلګونو دیني عالمانو د سولې د خبرو ملاتړ وکړ او په افغانستان کې یې روانه جګړه یوازې د څوکۍ او قدرت تر لاسه کولو جګړه وبلله، چې په وینا یې هېڅ شرعي جواز نه لري.
دیني عالمان: اوسنۍ جګړه د څوکۍ لپاره ده، شرعي جواز نه لري
 سلګونو دیني عالمانو د سولې د خبرو ملاتړ وکړ او په افغانستان کې یې روانه جګړه یوازې د څوکۍ او قدرت تر لاسه کولو جګړه وبلله، چې په وینا یې هېڅ شرعي جواز نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دیني عالمان چې نن یکشنبې د لړم ۴ مه کابل کې د لویې جرګې په خیمه
نوموړي د جګړې ښکېلو لورو ته په خطاب کې زیاته کړه«اوسني اختلافات څوکۍ ته د رسېدو لپاره دي، نو د چوکۍ تر لاسه کېدو لپاره موږ مه وژنۍ، مه مو معیوبوۍ، اسلام کې د اجتهادي تعبیراتو پر سر اختلاف او د سلیقوي قضیو په خاطر د مسلمانانو وینه تویول حرام دي، نه الله ج اجازه ورکړې، نه پیغمبر علیله سلام، نو ځکه باید د سولې لاس ته راغلی فرصت غنیمت وګڼو، پر خپلو خلکو رحم وکړۍ او لاس له جګړې واخلۍ.»
کې راټول شوي و، د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.

په غونده کې جید دیني عالم مولوي عبدالسلام عابد و ویل، چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د څوکۍ او قدرت تر لاسه کولو جګړه ده او بل هېڅ جواز نه لري.

نوموړي د جګړې ښکېلو لورو ته په خطاب کې زیاته کړه«اوسني اختلافات څوکۍ ته د رسېدو لپاره دي، نو د چوکۍ تر لاسه کېدو لپاره موږ مه وژنۍ، مه مو معیوبوۍ، اسلام کې د اجتهادي تعبیراتو پر سر اختلاف او د سلیقوي قضیو په خاطر د مسلمانانو وینه تویول حرام دي، نه الله ج اجازه ورکړې، نه پیغمبر علیله سلام، نو ځکه باید د سولې لاس ته راغلی فرصت غنیمت وګڼو، پر خپلو خلکو رحم وکړۍ او لاس له جګړې واخلۍ.»

په غونده کې بل دیني عالم مولوي حبیب الله حسام و ویل، نن چې کوم دیني عالمان سره راټول شوي موخه یې قران ته درناوی او د جګړې پای ته رسول دي او تاسو دواړه لورې د ملت پر وینو سپاره یۍ.

نوموړي پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ، چې اختلافي ټکي د قران او سنتو په رڼا کې حل کړي او دا د دواړو لورو لپاره خیر هم دی ځکه قران او سنت همدا امر کوي.

هغه دواړو لورو ته په خطاب کې و ویل، که په خدای ج، رسول او د قیامت پر ورځ
هغه دواړو لورو ته په خطاب کې و ویل، که په خدای ج، رسول او د قیامت پر ورځ ایمان لري نو همدا د قران او سنتو حاکمیت خیر دی او ښې پایلې لري، نه هغه پرېکړې، چې د طاغوت تر سیوري لاندې وشي.
ایمان لري نو همدا د قران او سنتو حاکمیت خیر دی او ښې پایلې لري، نه هغه پرېکړې، چې د طاغوت تر سیوري لاندې وشي.

مولوي حسام دې ته په اشارې چې د قران او سنتو پرېکړه مبارکه او له عافیت څخه ډکه ده دواړو لورو ته اشاره کې زیاته کړه«قران له تاسو سوال لري، چې د قران په حاکمیت فیصله کوی که د طاغوت، آیا د خدای ج، قران او سنتو له فیصلې بله ښه فیصله شته، په داسې حال کې، چې تاسو یو د کابل د تړون نارې وهۍ او بل د دوحې، حال دا چې نه د کابل تړون قدسیت لري او نه د دوحې او دا دواړه تړونونه د خیر او عافیت پیغام نه لري.»

ښاغلي حسام د ځمکې پر سر امریکا د شر سرچینه وبلله ویې ویل، چې امریکا نن د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو له وینو
مولوي حسام دې ته په اشارې چې د قران او سنتو پرېکړه مبارکه او له عافیت څخه ډکه ده دواړو لورو ته اشاره کې زیاته کړه«قران له تاسو سوال لري، چې د قران په حاکمیت فیصله کوی که د طاغوت، آیا د خدای ج، قران او سنتو له فیصلې بله ښه فیصله شته، په داسې حال کې، چې تاسو یو د کابل د تړون نارې وهۍ او بل د دوحې، حال دا چې نه د کابل تړون قدسیت لري او نه د دوحې او دا دواړه تړونونه د خیر او عافیت پیغام نه لري.»
تغذیه کېږي او د افغانستان خلکو ته یې هم پرته له درد غم څخه بل څه نه دي راوړي.

نوموړي پر دواړو لورو غږ وکړ، چې د الله ج او رسول صلی علیه سلم د امر پر اساس د یوه مسلمان ټول څه بر بل مسلمان حرام دي او ټول مسلمانان یو جسد دي.

دی وايي، همدې امر ته په کتو هغه درد چې نن هلمندی، تخاری، کابلی او نور نور لري یو دی او د یوه ملت درد دی، نو ولې دواړ لوري یو د بل پر وړاندې بې تفاوته دي.

مولوي حسام زیاتوي، کوم د سولې غږ چې نن علماو پورته کړی دا د افغانستان د هرې کورنۍ غږ دي، چې دوی ډوډۍ نه غواړي، بلکې سوله او امنیت غواړي، له سولې پرته بله د خلاصون لار نشته.

هغه و ویل«معلومه نه ده، چې استعمار نور څومره پلانونه لري او موږ د جګړې او نفاق په بټۍ کې سوځي، نو ځکه له دواړو لورو غواړو، چې له لاس ته راغلي فرصت څخه ګټه واخلي، نورې پلمې پرېږدۍ او سوله وکړۍ.»

دغه راز د غونډې بل ګډونوال دیني عالم ډاکتر فضل الرحیم بصیرت د قرانکریم دې ایت شریف ته په اشارې چې د یوه مسلمان وینه پر بل مسلمان حرامه ده و ویل، چې اوسنۍ جګړه هېڅ شرعي بنسټ نه لري نو ځکه له دواړو خواوو غواي، چې جګړه پای ته ورسوي.

د هغه په وینا د حنفي فقهې پر بنیاد ان د هغه غیر مسلمان وینه
دغه راز د غونډې بل ګډونوال دیني عالم ډاکتر فضل الرحیم بصیرت د قرانکریم دې ایت شریف ته په اشارې چې د یوه مسلمان وینه پر بل مسلمان حرامه ده و ویل، چې اوسنۍ جګړه هېڅ شرعي بنسټ نه لري نو ځکه له دواړو خواوو غواي، چې جګړه پای ته ورسوي.
تویول هم حرام دي، چې په یوه هېواد کې استوګنه اختیار کړي.

نوموړي پر دیني عالمانو غږ وکړ، چې ویې ویل، دا د دیني علمانو مسوولیت دی، چې د دواړو لورو تر منځ سوله وکړي، ځکه دا د قرانکریم امر دی، چې کله د مسلمانانو دوه طایفې سره په جګړه کې وي، نو درېیمګړی باید د هغوی تر منځ سوله وکړي، خو پر عدالت ولاړه سوله.
 
غونډه کې د نړۍ د اسلامي علماو د اتحادیې د مشر هغه خبرې هم واورول شوې، چې له یوې رسنۍ سره یې په مرکه کې په افغانستان کې روانه جګړه مطلقه حرام بللې وه.

شیخ احمد الریسوني په خپلو خبرو کې ویلي، په ځلونو یې د افغانستان د جګړې په اړه څرګندونې کړې دي او له کلونو راهیسې د افغانستان وضعیت ارزوي.

نوموړي زیاته کړه، چې دمګړی په افغانستان کې روانه جګړه غیر اسلامي ده او هېڅ ډول شرعي جواز نه لري.

شیخ احمد وايي«
شیخ احمد وايي« په ځلونو مې ویلي په افغانستان کې روانه جګړه جرم او مسلمان وژنه ده، ځانمرګي بریدونه جواز نه لري، له مسلمان ورور سره جګړه ناروا ده او اوس یو ځل بیا وایم، چې دغه جګړه هېڅ ډول شرعي جواز نه لري.»
په ځلونو مې ویلي په افغانستان کې روانه جګړه جرم او مسلمان وژنه ده، ځانمرګي بریدونه جواز نه لري، له مسلمان ورور سره جګړه ناروا ده او اوس یو ځل بیا وایم، چې دغه جګړه هېڅ ډول شرعي جواز نه لري.»

د نړۍ د اسلامي علماوو اتحادیې مشر په ټینګار سره و ویل، افغانانو ته په کار ده چې له سیاسي لارو روانه جګړه ختمه کړي.

دی وايي، افغانان باید د یوه پیاوړي اسلامي او مدرن افغانستان لپاره سره یو لاس شي او په دې توګه په نړیوالو مسایلو کې فعال او اغېزناک رول ادا کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان او ګڼو نورو دیني بنسټونو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي