۰

باختر افغان هوايي شرکت بیا فعالیت پیل کړ

دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۷
د باختر افغان هوايي شرکت له اوږده ځنډ وروسته بیا فعالیت پیل کړ او پرانسته یې د ولسمشر غني له لوري وشوه.
باختر افغان هوايي شرکت بیا فعالیت پیل کړ
د باختر افغان هوايي شرکت له اوږده ځنډ وروسته بیا فعالیت پیل کړ او پرانسته یې د ولسمشر غني له لوري وشوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون یکشنبې د لړم ۴ مه د باختر افغان هوايي شرکت بیا پرانسته وکړه.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، په یو ښه پرمختګ کې د باختر افغان هوايي شرکت یو ځل بیا د هېواد په فضا کې پروازونه پیل کړل.

 دا شرکت  چې د افغانستان په داخلي جنګونو کې زیانمن شوی و او فعالیت یې درېدلی و، ولسمشر یې د بیا فعالولو ويلي وو.

 د یادونې ده، چې د افغانستان د ترانسپورت وزارت څه موده مخکې د دغه هېواد پارلمان ته ویلي وو چې د باختر افغان هوايي شرکت د بیا فعالېدو ابتدايي کارونه یې له امریکايي شرکت سره مخې ته وړي او ژر به فعال شي.

د باختر افغان هوايي شرکت چې نیمه دولتي شرکت هم بلل کیږي په ۱۳۴۵ کابل فعالیت پیل کړ.

دغه شرکت د افغانستان د بل شرکت «اریانا افغان» تر څنګ داخلي پروازونه کول، همدغه ځینې بهرني پروازونه یې هم پیل کړي وو چې بیا په کورنیو جګړو کې له فعالیت څخه وغورځېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي