۰
د امریکا د ملي امنیت سلاکار:

موږ او طالبان په ګډه د داعش پر ضد جګړه کوو

دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۸
د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وايي، امریکا او طالبان په ګډه په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کوي.
موږ او طالبان په ګډه د داعش پر ضد جګړه کوو
د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وايي، امریکا او طالبان په ګډه په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوبراین ویلي، طالبان دمګړی په افغانستان کې د دوحې له هوکړې سره سم د داعش پر وړاندې په مبارزه بوخت دي.

نوموړي تازه په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړې، په غزني کې د القاعده شبکې د مهم کس وژل کېدو وښوده چې امریکا لا هم د ترهګرو ضد مبارزه کوي.

دی وايي، یوازې د القاعده شبکې بلکې د داعش پر وړاندې هم د امریکا د ځانګړو ځواکونو، استخباراتي ادارو او وسله والو طالبانو عملیات او مبارزه روانه ده.

اوبراین ټینګار کړي، چې د دوحې د هوکړې مطابق طالبان همدا اوس د داعش په ختمولو بوخت دي او د دغه ډلې پر ضد مبارزه کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار زیاتوي، داعش ډله د ټولې سیمې لپاره خطرناکه ده او د دې ډلې په ختمولو کې د طالبانو هڅې دا ښيي چې د دوحې هوکړه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره ګټوره وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي