۰

د هرات د والي، د روغتیا رییس او ولایتي شورا د درې غړو د فساد دوسیه محکمې ته لېږل شوې

دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۴
د افغانستان لوی څارنوالي وايي، د هرات د والي، د روغتیا د رییس او د ولایتي شورا د درې غړو په ګډون یې د ۲۱ تنو دوسیه محکمې ته لېږلې ده.
د هرات د والي، د روغتیا رییس او ولایتي شورا د درې غړو د فساد دوسیه محکمې ته لېږل شوې
 د افغانستان لوی څارنوالي وايي، د هرات د والي، د روغتیا د رییس او د ولایتي شورا د درې غړو په ګډون یې د ۲۱ تنو دوسیه محکمې ته لېږلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لوی څارنوالي زیاتوی، چې پر دغه کسانو د کرونا لپاره د ځانګړې شوې بودیجه کې د اخلاس تور دی او په همدې تړاو یې دوسیه هم محکمې ته لېږل شوې ده.

د لویې څارنوالۍ له خوا نن پنشنبې د لړم ۵ مه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې لویې څارنوالۍ د دغه کسانو د غدر او اختلاس پاڼې له څېړنې وروسته له درنو جرمونو سره د مبارزې ځانګړې محکمې ته لېږلې دي.

خبرپانه کې ویل شوي، چې د هرات والي، د روغتیا رییس، د ولایتي شورا درې غړي، د تخصیصاتو مامور، د مستوفیت د کنټرول مدیر، درې ډاکتران، د کرونا د ستاک مسوول، د آسیا فارما شرکت استازی او مرستیال، د السید افغان لمېټډ شرکت رییس، د تسلیمۍ د پلاوي درې غړي، د دغه ولایت د کنټرول او ازرونې مدیر د دغه قضیې له تورنو کسانو څخه دي.
 
سرچینه زیاتوي، چې د یادو کسانو دوسیه د پلټنې ادارې له خوا د عدالت د تامین او قانون پلې کېدنې لپاره لویې څارنوالۍ ته رسېدلې وې، چې څارنوالۍ دغه قضیه د هرات د استیناف څارنوالۍ له خوا وڅېړله او د تورنو کسانو دوسیه یې د قانون د تطبیق لپاره محکمې ته لېږل شوې ده.

لویه څارنوالی وایي، د دغه کسانو په دوسیه کې ویل شوي، چې دوی د کرونا لپاره د ځانګړې شوې بودیجې څخه ۲۰ میلیونه افغانۍ اختلاس کړی دی.

د یادونې ده، چې د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د کرونا د بودیجه په برخه کې د اختلاس دوسیې د هرات، بدخشان، نورستان او میدان وردګ ولایت څخه لویې څارنوالۍ ته رسېدلي دي، چې د هرات قضیه یې بشپړه، د میدان وردګ یې د تکمیلېدو په حال کې ده او د نورستان او بدخشان قضیې د کافي الزاماتو نه لرلو له امله تړل شوې دي.

جمهورخبری آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي