۰

امریکا له هنده د افغان سولې سره همکارۍ غوښتنه کړې ده

سی شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۸
امریکا له هند نه د افغان سولې سره د همکارۍ غوښتنه کړې او هند هم ډاډ ورکړی، چې دوی د سولې د هغه خبرو ملاتړ کوي، چې هېڅ ډول بهرنی فشار پرې نه وي.
امریکا له هنده د افغان سولې سره همکارۍ غوښتنه کړې ده
امریکا له هند نه د افغان سولې سره د همکارۍ غوښتنه کړې او هند هم ډاډ ورکړی، چې دوی د سولې د هغه خبرو ملاتړ کوي، چې هېڅ ډول بهرنی فشار پرې نه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبرې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر تر منځ لیدنه کې شوې دي.

پمپیو پرون دوشنبې د لړم ۵ مه د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ هند ته رسېدلی او د دغه سفر موخه یې د ستراتېژیکو همکاریو لا قوي کول دي.

له پمپیو سره په دغه سفر کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم ملګرتیا کوي او دواړو د هند د بهرنیو چارو وزیر شنکر، لومړي وزیر مودي او دفاع وزیر سره لیدلي دي.

پمپیو له هندې چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ پر افغان سوله هم خبرې کړې او له هند نه یې غوښتي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې هر اړخیزه همکاري وکړی.

امریکايي چارواکو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سوله د هند په ګټه ده او هندي لوری باید په دې برخه کې ډېره همکاري وکړي.

هند هم امریکايي چارواکو ته د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی خو وایي، دوی د هغه مذاکراتو او سولې ملاتړ کوي، چې هېڅ ډول بهرنی فشار په کې نه وي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر پمپیو ته ویلي، چې هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

خو په وینا یې، د داسې خبرو په ملاتړ کې ولاړ دي چې هېڅ راز بهرنی فشار پکې نه وي او هر څه د افغانانو په خوښه مخ ته لاړ شي.

ښاغلي شنکر د ترهګرو ډلو د مرکزونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او امریکا ته یې ویلي چې دغه ډلې د ټولې سیمې لپاره خطرناکې دي او باید پر وړاندې یې مبارزه وشي.

هند ډاډ ورکړی چې د یوه با ثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي او د افغانانو په مالکیت د سولې له بهیر سره همکاري کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي