۰
د ولسمشر لومړی مرستیال:

کابل کې ټولو ښارګوټي باید خپل اسناد او قبالې د جنایی جرمونو سره مبارې ریاست ته وروړي

چهارشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۴
د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل کې ټول جوړ شوي ښارګوټي باید خپل اسناد او قبالې د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو سره د مبارزې ریاست ته وروړي.
کابل کې ټولو ښارګوټي باید خپل اسناد او قبالې د جنایی جرمونو سره مبارې ریاست ته وروړي
د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل کې ټول جوړ شوي ښارګوټي باید خپل اسناد او قبالې د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو سره د مبارزې ریاست ته وروړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح د نن چهارشنبې لړم ۷ مې په ۱۱ مه پرېکړه کې ویلي دا کار د دې لپاره اړین دی تر څو دغه اسناد د ساحې له مساحت سره پرتله شي، ځکه په وینا یې ډېری ښارګوټو له هغه څه چې سند کې یې ذکر شوي څو سل برابره زیات ځمکه نیولې ده.

د دې تر څنګ ښاغلي صالح دا خبرداری هم ورکړی، چې د راتلونکې اوونۍ څخه به د ټولو زورواکو چې د برنامو د پلي کېدو خنډ ګرځي هویت به یې فشا کړي.

ښاغلي صالح د پولیسو د شهري انضباط چارې به هم تر یوې اوونۍ پورې پیل شي تر څو د پولیسو له یونیوفورم څخه د ناوړه ګټې اخیستې او ولګردۍ مخه د پولیسو په لیکو کې ونیول شي.

نوموړی وايي، د هغه مجرمیو چې تثبیت او پرېژندل شوي نیوونه په شدت سره ادامه لري او هره ورځ لسګونه کسان پولیسو ته تسلیمېږي او ځان قانون ته سپاري.

د ولسشمر لومړی مرستیال وايي، د کابل د لوېدیځ د خلکو سره هم منظم کار جریان لری تر څو د خونړیو بریدونو مخه ونیول شي.

دی وايي، د هغه کسانو د احضار لړۍ هم پیل شوې، چې له ترهګرو سره د تړاو تور ورپورې دی، چې په وینا یې د دغه کار په پیل سره په ځينو سیمو کې وسله وال مقاومت هم شوی.
 
ښاغلي صالح وايي، پر مجرمینو او ترهګرو رحم له میلونو افغانانو سره جفا او خیانت دی، نو ځکه به د هغوی سره نرم چلند ونه شي او نه بې هم وکړي.
 
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، په دې وروستیو کې جرمونه کم شوي، خو دا مطلوبه پایله نه ده او لا هم مطلوبې نتیجې ته لار پاتې ده نو ځکه د کار د چټکتیا اړتیا لا هم لیدل کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي