د نړیوالو ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز:

د امریکا بې پروايۍ افغانستان کې جګړې زیاتې او حکومت منزوي کړ

8 عقرب 1399 ساعت 10:07

د نړیوالو ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز وایي، د افغان سولې په برخه کې د امریکا بې پروایۍ افغانستان کې جګړې زیاتې کړې او افغان حکومت یې منزوي کړی دی.


د نړیوالو ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز وایي، د افغان سولې په برخه کې د امریکا بې پروایۍ افغانستان کې جګړې زیاتې کړې او افغان حکومت یې منزوي کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرکز په یوه اوږده مقاله کې د افغانستان مسایلو ته کتنه کړې او د هغو تر اړخیزه څېړنه یې کړې ده.

په مقاله کې لیکل شوي، چې امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې خورا بې پروايي کوي او دا د دې لامل شوې، چې دغه هېواد کې جګړې زیاتې شي.

مقاله کې د دې تر څنګ ټینګار شوی، چې د امریکا همدې بې پروايۍ افغان حکومت منزوی کړ او په لوی لاس یې فاصلې رامنځ ته کړې دي.

سرچینه وايي، امریکا یوازې د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره د یوه چت رامنځ ته کولو په لټه کې وه.

د دغه مرکز په مقاله کې وړاندې راځي، چې مذاکرات د جګړې دوام دی، خو په یوه داسې بڼه چې څوک امریکا په دې جګړه کې ملامته ونه بولي.
 
د نړیوالو ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز وايي، نړیوال دې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او په دغه هېواد کې د تل پاتې سولې، امنیت او ثبات د راتګ لپاره عملي او جدي اقدامات ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132943

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132943/

جمهور
  https://www.jomhornews.com