د نړیوالو ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز وایي، د افغان سولې په برخه کې د امریکا بې پروایۍ افغانستان کې جګړې زیاتې کړې او افغان حکومت یې منزوي کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرکز په یوه اوږده مقاله کې د افغانستان مسایلو ته کتنه کړې او د هغو تر اړخیزه څېړنه یې کړې ده.
په مقاله کې لیکل شوي، چې امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې خورا بې پروايي کوي او دا د دې لامل شوې، چې دغه هېواد کې جګړې زیاتې شي.
مقاله کې د دې تر څنګ ټینګار شوی، چې د امریکا همدې بې پروايۍ افغان حکومت منزوی کړ او په لوی لاس یې فاصلې رامنځ ته کړې دي.
سرچینه وايي، امریکا یوازې د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره د یوه چت رامنځ ته کولو په لټه کې وه.
د دغه مرکز په مقاله کې وړاندې راځي، چې مذاکرات د جګړې دوام دی، خو په یوه داسې بڼه چې څوک امریکا په دې جګړه کې ملامته ونه بولي.
د نړیوالو ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز وايي، نړیوال دې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او په دغه هېواد کې د تل پاتې سولې، امنیت او ثبات د راتګ لپاره عملي او جدي اقدامات ترسره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل