کورنیو چارو وزارت وايي پولیسو پلازمېنه کابل کې د جنايي جرمونو په تور ۱۶ تنه نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه جنايي مجرمین په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پولیسو له خوا د ښار په بېلا بېلو برخو کې نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت نن شنبې د لړم ۱۰ مه د یوې خبرپاڼې به خپرولو سره ویلي، د امنیه قوماندانۍ پولیسو امنیتي میثاق د تطبیق په پار کابل ښار کې لو لړ جلا اوپراتیپي عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې ۱۶ تنه جنايي مجرمین ونیول شول.
سرچینه زیاتوي، دغه شمېر مجرمین د ښار د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، شپږمې، یوولسمې، دولسمې او اولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه وايي، دغه کسانو د غلا، ژوبلې، د موبایل غلا، د عامه امن او نظم د اخلال، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د الکولي څښاکو او شکونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یوه قبضه تفنګچه او یو قبضه چاقو هم ترلاسه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل