هرات کې چاودنې درې پولیس و وژل

11 عقرب 1399 ساعت 10:28

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې هرات ښار کې د یوې چاودنې له امله ۶ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


 سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې هرات ښار کې د یوې چاودنې له امله ۶ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د لړم ۱۱ مه سهار وختي د ښار د ۱۲ مې ناحیې اړوند د پایان آب سیمه کې رامنځ ته شوې.

د هرات د امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه دغلته د پولیسو په یوه پوسته شوې، خو د نوعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

په خبرپاڼه کې تایید شوې، چې په چاودنه کې درې پولیس وژل شوي، دوه پولیس او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون مسوولین هم تاییدوي، چې دوی ته درې جسدونه او درې تپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 133021

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133021/

جمهور
  https://www.jomhornews.com