هلمند او زابل کې ۳۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

13 عقرب 1399 ساعت 9:07

ملي دفاع وزارت وايي، هلمند او زابل ولایتونو کې د افغان ځواکونو د دفاعي عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، هلمند او زابل ولایتونو کې د افغان ځواکونو د دفاعي عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن سه شنبې د لړم ۱۳ مه په دوه جلا خبرپانو کې ویلي، افغان ځواکونو د هلمند په نادعلي، نهرسراج او ناوې ولسوالیو کې عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي، ۹ تنه ټپیان دي، چې څلور جسدونه او یو ټپي یې هم د جګړې په میدان پاتې و.

دغه راز خبرپاڼه وايي، د افغان ځواکونو ګرځنده ګزمو په ۶۰۱ نمبر شاهراه، دلارام_نيمروز لویه لاره، بولان او بشران کې ۲۰ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
 
په ورته وخت کې دفاع وزارت وایي، د زابل ولایت په شاجوی او میزان ولسوالیو کې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان ځواکونو په دفاعي بریدونو کې طالبان مات شوي او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

دفاع وزارت د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي، چې په جګړه کې ۷ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دی.

طالبانو تر اوسه د هلمند او زابل د جګړو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت په اروزګان ولایت کې هم د هوايي برید پر مهال د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو او ۵ نور د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133084

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133084/

جمهور
  https://www.jomhornews.com