۰

هلمند او زابل کې ۳۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سی شنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۷
ملي دفاع وزارت وايي، هلمند او زابل ولایتونو کې د افغان ځواکونو د دفاعي عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند او زابل کې ۳۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت وايي، هلمند او زابل ولایتونو کې د افغان ځواکونو د دفاعي عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن سه شنبې د لړم ۱۳ مه په دوه جلا خبرپانو کې ویلي، افغان ځواکونو د هلمند په نادعلي، نهرسراج او ناوې ولسوالیو کې عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي، ۹ تنه ټپیان دي، چې څلور جسدونه او یو ټپي یې هم د جګړې په میدان پاتې و.

دغه راز خبرپاڼه وايي، د افغان ځواکونو ګرځنده ګزمو په ۶۰۱ نمبر شاهراه، دلارام_نيمروز لویه لاره، بولان او بشران کې ۲۰ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
 
په ورته وخت کې دفاع وزارت وایي، د زابل ولایت په شاجوی او میزان ولسوالیو کې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان ځواکونو په دفاعي بریدونو کې طالبان مات شوي او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

دفاع وزارت د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي، چې په جګړه کې ۷ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دی.

طالبانو تر اوسه د هلمند او زابل د جګړو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت په اروزګان ولایت کې هم د هوايي برید پر مهال د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو او ۵ نور د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي