۰
د پاکستاني ملا څرګندونو ته د افغانستان د حج او اوقابو وزارت غبرګون:

ټولې ترهګرې ډلې د پاکستان په مدرسو کې روزل کېږي، دا څرګندونې د استخباراتي کړیو په اشاره شوې

شنبی ۱۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۸
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د پاکستان د حقانیه مدرسې د بنسټر ګر مولانا سمیع الحق د زوی او اوسني مشر مولانا حامد الحق څرګنونو ته توند غبرګون ښودلی دی.
ټولې ترهګرې ډلې د پاکستان په مدرسو کې روزل کېږي، دا څرګندونې د استخباراتي کړیو په اشاره شوې
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د پاکستان د حقانیه مدرسې د بنسټر ګر مولانا سمیع الحق د زوی او اوسني مشر مولانا حامد الحق څرګنونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پاکستاني ملا پرون په یوه غونډه کې، وسله وال طالبان په حقه بللي او ویلي یې دي تر هغې به په افغانستان کې جهاد روان وي، تر چې طالبانو واک نه وي تر لاسه کړی.

دغه ملا وړاندې پر افغان حکومت غږ کړی، چې ځان طالبانو ته تسلیم کړي، وسلې د طالبانو په پښو کې کېږي او له طالبانو سره نور دښمنۍ ته لمن ونه وهي.

مولانا حامد الحق وايي، پاکستان او د دغه هېواد استخباراتو او پوځ ته تر ډولو زیات خطر له افغانستان څخه دی نو ځکه دوی باید د طالبانو ملاتړ وکړي.

د ده په وینا طالبان کولی شي، چې د هند پر وړاندې ودرېږي او د پاکستان د ګټو دفاع وکړي، نو ځکه یې دوی ملاتړ کوي او له حکومت نه هم غواړي، چې د طالبانو ملاتړ وکړي.

خو د سمیع الحق د زوی مولانا حامد الحق دغه څرګندونو د افغانستان د حج او قافو وزیر او ګڼو افغانانو سخت غبرګون راپارولی او دغه ډول ملایان یې د پاکستان د استخباراتي ادارې کسان بللي دي.

د حج او اوقافو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره مولانا حامد الحق یو کمزوری شاګرد بللی او وايي، نوموړی د افغانستان په اړه دغه خبرې د حکومتونو په استازیتوب او لمسون کړې دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، دوی د دې کمزوري شخص ماشومانه خبرې په کلکه غندي او دا د ځينو استخباراتي کړيو په لارښوونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي.

د حج او اوقافو وزارت وايي، د پاکستان استخباراتي ادارې د هغه هېواد د مدرسو په واسطه په افغانستان کې مړ اور ته پوکی ورکړی او تل یې جنګ ته لمن وهلې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې ټولې تروریستی او ترهګریزې ډلې په همدې دیني مدرسو کې پټنځایونه لري او ترهګر روزي.

یاد وزارت وايي، افغانانو ته واضحه ده چې ټولې ترهګرې ډلې په پاکستان کې فعالیت کوي او هېڅکله به د هغوی په دا ټول خبرو ونه غولېږي.

اعلامیه زیاتوي، ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پاکستان د اسلامي نظریاتي کُنسل نه رسماً غواړي، چې د دې شخص د ماشومانه څرګندونو په اړه خپل رسمي دریځ واضح کړي، چې آیا دا د دوی په استازیتوب خبرې کوي؟

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي