د فراه د پشترود ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی

18 عقرب 1399 ساعت 12:59

د فراه والي تاج محمد جاهد تاییدوي، چې د دې ولایت د پشترود ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.


د فراه والي تاج محمد جاهد تاییدوي، چې د دې ولایت د پشترود ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي د امنیه قوماندان د وژل کېدو پخلی کړی خو دا یې په کلکه رد کړې، چې ګڼې دغه ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.

د فراه والي وايي، د پشترود ولسوالۍ د دولت په لاس کې ده، افغان ځواکونه هلته کنټرول لري او یو پلاوی د پېښې د څېړلو لپاره لېږل شوی دی.

ویل کېږي طالبانو پرون شنبې د لړم ۱۷ مه په دغه ولسوالۍ برید کړی وو.

د فراه د والي شورا یوه غړي خیر محمد نورزي ویلي، طالبانو د پشترود ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ برید کړی و.

نومړي زیاته کړې، چې په برید کې د ولسوالۍ امنیه قوماندان امان الله او دوه سرتېري وژل شوي او پنځه سرتېري د قوماندانۍ له وسلو او مهماتو سره یو ځای طالبانو وړي دي.

طالبانو هم پر ولسوالۍ د برید پخلی کړی او د ۱۰ سرتېرو د وژلو او ۶ نورو د برمته کولو ادعا یې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 


د مطلب کود: 133236

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133236/

جمهور
  https://www.jomhornews.com