د فراه والي تاج محمد جاهد تاییدوي، چې د دې ولایت د پشترود ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د امنیه قوماندان د وژل کېدو پخلی کړی خو دا یې په کلکه رد کړې، چې ګڼې دغه ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.
د فراه والي وايي، د پشترود ولسوالۍ د دولت په لاس کې ده، افغان ځواکونه هلته کنټرول لري او یو پلاوی د پېښې د څېړلو لپاره لېږل شوی دی.
ویل کېږي طالبانو پرون شنبې د لړم ۱۷ مه په دغه ولسوالۍ برید کړی وو.
د فراه د والي شورا یوه غړي خیر محمد نورزي ویلي، طالبانو د پشترود ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ برید کړی و.
نومړي زیاته کړې، چې په برید کې د ولسوالۍ امنیه قوماندان امان الله او دوه سرتېري وژل شوي او پنځه سرتېري د قوماندانۍ له وسلو او مهماتو سره یو ځای طالبانو وړي دي.
طالبانو هم پر ولسوالۍ د برید پخلی کړی او د ۱۰ سرتېرو د وژلو او ۶ نورو د برمته کولو ادعا یې کړې ده.
جمهورخبري آژانس:فراه