۰

بلخ، بغلان او اروزګان کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۲
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې په بلخ، بغلان او اروزګان ولایتونو کې ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخ، بغلان او اروزګان کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې په بلخ، بغلان او اروزګان ولایتونو کې ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن دوشنبې د لړم ۱۹ مه بېلا بېلو خبرپاڼو کې ویلي، طالبانو ته یاد شمېر مرګ ژوبله تېره شپه اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبانو تېره شپه د بلخ ولایت رازع ولسوالۍ کې بریدونه پیل کړل، چې افغان ځواکونو له ځوابیه ځمکنیو او هوایي بریدونو سره مخ شول.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې ۹ طالبان وژل شوي او د هغوی څو سمه څیزه سنګرونه له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د اروزګان په ګیزاب او د مرکز ترنیکوټ په اړوند نچین سیمه کې هم پر طالبانو بیدونه کړي دي.

د دفاع وزرات په وینا دغلته د هوایي برید پر مهال ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان، ۹ میله ډول ډول وسلې، یو ضربه هاوان او دوه پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

وزارت په همدې خبرپاڼه کې په کندهار او زابل ولایتونو کې د طالبانو له خوا د اېښودل شویو ۱۷ کړۍ ماینونو د کشف او شنډولو خبر هم ورکړی دی.

دغه راز دفاع وزارت زیاته کړې، چې افغان هوايي ځواک بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جلوګیر سیمه کې د طالبانو پر یوه غونده برید کړی دی.

سرچینه وايي، په دغه هوايي برید کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷ نور ټپیان، ۲ عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د درې واړه پېښو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي