کابل کې چاودنې دوه پولیس وژلي دي

21 عقرب 1399 ساعت 8:42

امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله درې تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله درې تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د لړم ۲۱ مه سهار ۶:۳۰ بجې د کابل ښار د ۱۱ مې حوزې اړوند د خیرخانې په لب جر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د امینه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه د پولیسو په رنجر موټر شوې، چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه میاشت په کابل او ولایتونو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې زیات شوې، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133322

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133322/

جمهور
  https://www.jomhornews.com