۰

کابل کې چاودنې دوه پولیس وژلي دي

چهارشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۲
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله درې تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې چاودنې دوه پولیس وژلي دي
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله درې تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د لړم ۲۱ مه سهار ۶:۳۰ بجې د کابل ښار د ۱۱ مې حوزې اړوند د خیرخانې په لب جر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د امینه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه د پولیسو په رنجر موټر شوې، چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه میاشت په کابل او ولایتونو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې زیات شوې، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي