کابل کې ۹ تنه حرفوي غله نیول شوي دي

21 عقرب 1399 ساعت 9:50

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د حرفوي غلو دوه ډلې چې ۹ تنه غړي لري نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د حرفوي غلو دوه ډلې چې ۹ تنه غړي لري نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د لړم ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه غله د کابل ښار د پنځمې،  شپږمې، یوولسمې او پنځلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د امنیه قوماندانۍ پولیسو په یادو حوزو کې د امنیتي میثاق پر بنسټ ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې نهه حرفوي غله نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو کسانو له منځه؛ په شپږمه ناحیه کې د وسله والو غلو درې کسیزه ډله  او همدارنګه په پنځلسمه ناحیه کې هم د حرفوي غلو پنځه کسیزه ډله نیول شوې ده.

نیول شویو کسانو د وسایطو په غلا کې لاس درلود او وسلې یې کشف او ترلاسه شوې دي.

په همدې حال کې؛ د وسله والو غلو یو بل ډلمشر چې د کابل ښار د پنځمې او شپږمې ناحیو په اړوند سیمو کې یې د غلا په ګڼو قضیو کې لاس درلود، نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133326

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133326/

جمهور
  https://www.jomhornews.com