عبدالله عبدالله ازبکستان ته تللی دی

21 عقرب 1399 ساعت 10:19

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی.


 د افغانستان د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی عبدالله او ورسره پلاوی پرون سه شنبې د لړم ۲۰ مه ناوخته د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېده.

د ملي روغې جوړې عالي شورا له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، تاکشند ته د عبدالله د سفر موخه د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کول دي.

سرچینه زیاتوي، چې عبدالله به د دغه سفر په ترڅ کې له تاجک چارواکو سره پر افغان سوله د سیمه ییز اجماع او دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر غښتلتیا او پراختیا خبرې وکړې.

د یادونې ده، چې عبدالله تر دې وړاندې د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کولو لپاره پاکستان، هند او ایران ته هم سفرونه کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133328

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133328/

جمهور
  https://www.jomhornews.com