۰
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون:

د طالبانو وروستي بریدونه د ملکي خلکو قصدي وژنه بلل کېږي

پنجشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۹
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وسله وال طالبانو د هغوی وروستیو بریدونو ته په کتو د ملکي وګړو په قصدي وژنه تورن کړي دي.
د طالبانو وروستي بریدونه د ملکي خلکو قصدي وژنه بلل کېږي
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وسله وال طالبانو د هغوی وروستیو بریدونو ته په کتو د ملکي وګړو په قصدي وژنه تورن کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون وایي، په دې وروستیو کې د طالبانو موټر بم بریدونه او د سړک د غاړې ماین چاودنې ډېرې شوې، چې قربانیان یې ډېری ملکي وګړي دي.

د بشري حقونو کمیسیون په وینا، روانه اوونۍ په ۱۱ بېلابېلو بريدونو کې ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان شوي دي.

د سرچینې په وینا د طالبانو دغه ډول بریدونو کې چې سلګونه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې په ښکاره ډول د نړیوالو بشرپالو حقونو بنسټیز اصول نقض شوي دي.

دغه کمېسیون زیاتوي، د هغو جنګي لارو او ابزارو کارول چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، د نظامي او ملکي اهدافو تفکيک نه کوي، د ملکي خلکو قصدي وژنه بلل کېږي او عاملان يې ځواب ويونکي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي