کابل کې د پاکستان سفارت د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د هغه پرېکړې مخالفت کړي، چې ویلي یې و د پاکستان ویزو غوښتونکي به نور مستقیم د پاکستان له سفارت د ویزې غوښتنه نه کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امرالله صالح څو ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې له دې وروسته به د پاکستان وېزې د اخیستونو پاسپورټونه په ۱۶ ځایونو کې راغونډوي او د وېزې د تر لاسه کولو له لارې به کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارل کېږي.
ښاغلي صالح د دغه کار د مدیریت چارې د کورنیو چارو وزارت د عامه تصدۍ ساتنې مشر جنرال خوشحال سادات ته سپارلې وې.
خو کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې د افغان حکومت له دغه پرېکړې سره مخالفت ښودلی ویلي، د پاکستان سفارت او په ښارونو کې ټولې قونسلګرۍ به د پخوا په څیر د ویزو لپاره د پاسپورتونو اخیستلو ته دوام ورکوي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوي، چې د ټاکلې کړنلارې له مخې پخپله د ویزو لپاره د پاسپورټونو راټولولو او د ویزو د وېش بهیر پر مخ بیایي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې په دې اړه خپاره شوي راپورنه چې ګني د ځانګړو مرکزونو له لارې به پاسپورتونه را ټولیږي پروپاګند دی.
جمهورخبري آژانس:کابل